کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت هوايي شرکت «ایران ایر ټور» افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ایران ایر ټور هوايي شرکت نن دوشنبه د لړم د میاشتې په ۷ مه نېټه د کابل له هوايي ډګر څخه افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې.

 د دغه شرکت مسوولین وايي، دا شرکت په اونۍ کې دوه الوتنې افغانستان ته کوي، چې الوتنې به د دوشنبې په ورځ د تهران-کابل په لاره او د پنجشنبې په ورځ د مشهد-کابل په لاره ترسره کیږی.

 د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت «ماهان» او «کیش ایر» هوایی شرکتونه هم د تهران-کابل او مشهد-کابل ترمنځ خپلی عادي الوتنې ترسره کوی.

د پیغام پای/