په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په یوه پیغام کې د افغانستان د ابدالیانو د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته مبارکي وویله او لیکلي یې دي: افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د دې سیالیوپه پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله. دا بریا دې ټولو هېوادوالو او د کرکټ لوبغاړو ته مبارک وي.
عبدالکبير وويل: «افغان ځوانان او لوبغاړي د ستاینې وړ دي چې په هر ډګر او سیالۍ کې د خپل هېواد او خلکو لپاره ویاړونه او اتلولۍ خپلوي.»
د ایرنا په وینا، د افغانستان د کرکټ د ابداليانو د کرکټ ملي لوبډلې د اسيايي کرکټ شورا د امر جينګ کپ په سياليو کې د سريلانکا الف لوبډلې د ٧ ويکټو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره يې د اتلولۍ اتلولي خپله کړه.
د پیغام پای/