کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند په فاریاب او پکتیکا ولایتونو کې د یوه اندازه مهماتو او پوځي تجهیزاتو د نیولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن دوشنبه د لړم په ۷مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو د المار په ولسوالۍ کې یوه اندازه پوځي تجهیزات کشف او ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه: په دغو مهماتو کې چې درې کوهدان مخابرې، یو میل SPGNI، یو میل دهشکه، یو وسطي هاوان، یو چریکي هاوان، ۶۹ صندوقه د دهشکې او زیکویک مرمۍ او نظامي وسایل شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل: یادو منسوبینو د پکتیکا په زیروک ولسوالۍ کې د یو پلټونکي عملیات په مهال ۷ صندوقه د زیکویک مرمۍ، ۱۸ د لوی هاوان مرمۍ او ۸ د کوچني هاوان مرمۍ موندلي دي.

د پیغام پای/