د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د فراجا ویاند سعید منتظر المهدي د لړم د میاشتې په شپږمه نیټه وویل: د لړم د پنځمې نیټې له جنایت وروسته چې د تفتان ولسوالۍ د پولیسو افسران په شهادت ورسیدل، له ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې قطعې داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران سره په ګډو عملیاتو کې دبې پیلوټه الوتکو په حملو سره د ترهګرو د پټنځایونو له معلومولو وروسته لږ تر لږه ۳ تنه ترهګر ووژل او څلور تنه نور یې ونیول.
خبرځاى زياته کړه: يو بل ترهګر چې پرون دپوليسو له خوا ټپي او نيول شوى و، ترپوښتنې او ځانګړې پاملرنې لاندې دى.
د ایرنا د خبر له مخې د لړم په ۵مه او د ۱۱۰ عاجلو مرکز ته د عامه ټیلیفون له لارې د پولیسو د ګزمې دوه قطعې د ښاریانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د پولیسو مرکز ته د راستنیدو پر مهال د ترهګرو له خوا پرې برید وشو.
د دغې نښتې په بهيرکې د تفتان ولسوالۍ د ګوهرکوه دامنيې قوماندانۍ يو شمير پوليس او سرتيري شهيدان شول.
د پیغام پای/