په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نورجلال جلالي نن یکشنبه د لړم په ۶ مه په کابل کې د افغانستان په چارو کې د برتانیې له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره وکتل.
دواړو خواوو په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د سرطاني ناروغانو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د اسانه کولو او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلبولو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې مولوي نورجلال جلالي وويل: دعامې روغتيا وزارت ژمن دى چې دسرطان ناروغانو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې اسانتياوې برابرې کړي او په تيرو دريو کلونو کې په نشه يي توکو د زرګونو روږدو کسانو د درملنې زمينه برابره شوې ترڅو ددوی ستونزې په اسانۍ سره حل وشي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا په برخه کې د نړیوالو روغتیايي موسسو همکاري اړینه وګڼله او د بریتانیا د روغتیا له وزیر څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د روغتیا په برخه کې د خپل هیواد د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.
د پیغام پای/