کابل- ایرنا- د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د دغه هېواد د نوې سفیرې په توګه د مېرمن سابرینا اوګولیني د ټاکل کېدو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت نن سهار په يوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې سابرینا اوګولیني په افغانستان کې د دغه هېواد د نوې سفيرې په توګه ټاکل شوې ده.

خبرځای زیاته کړې: هغه به په موقت ډول له قطر څخه خپلو دیپلوماتیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې مېرمن اوګولیني ویلي چې دا دنده په مسؤلیت او ویاړ سره مني او بشري حقونه او د ښځو او نجونو حیثیت به یې د ماموریت په زړه کې وي.

 هغه همداراز په افغانستان کې د بشردوستانه چارو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

د پیغام پای/