په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سیمه ییزو چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هرات ولایت کې سږ کال د پنبې حاصلات زیات شوي دي.
د هرات ولايت د کرنې رياست رییس مولوي محمد نسيم سحر وويل: د دغه رياست د وړاندوينې له مخې به د افغانستان له ٥٨٧ هکتاره پنبه کرل شويو ځمکو څخه تر زرو ټنو پورې پنبه حاصل شي.
د هرات کروندګرو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د تېر کال په پرتله يې حاصلات زيات شوي او هيله لري، چې د «سپينو زرو» بيه هم لوړه شي.
د ایرنا په وینا، له زعفرانو وروسته پنبه چې د افغانستان د سپینو زرو په نوم یادیږي، د هرات ولایت یو له خورا ګټورو نباتاتو څخه دی.
د پیغام پای/