په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن چهارشنبه د لړم ۲ مه د سالنګ لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
د اقتصادي مرستیال د قراردادي شرکتونو مسوولینو، تطبیق کوونکو ټیمونو او فني کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل، د هېواد د ابادۍ لپاره باید په ګډه کار وکړو او دا د ویاړ ځای دی چې تاسو یې په بیارغونه کې برخه اخلئ.
د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې کار د ټولګټو وزارت تر نظارت لاندې له خصوصي سکټور سره په درېیو برخو کې قرارداد شوی، چې اوسمهال یې له تونل څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې د سي ټي بي او کانګرېټ اچونې کار بشپړ شوی او په شمالي او جنوبي سالنګ کې د ۱۰ ګالریو د بیارغونې کار جریان لري.
د یادو ګالریو پر بیارغونې سربېره په شمالي سالنګ کې د خنجان – دوشي سړک د اسفالټ اچونې کار هم جریان لري.
د پیغام پای/