د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان، روسیې ته د خپل سفر د پلانونو په دوام، نن چهارشنبه، د لړم په ۲مه، د ایتوپیا د فدرال دیموکراتیک جمهوریت له صدراعظم «ابی احمد» سره په دې خبرې سره چې، زه په خپل هېواد کې د ټولنیزې هماهنګۍ او انسجام او له نړۍ سره د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په هدف د ولسمشرۍ د انتخاباتو میدان ته راغلم او په دې لاره کې د خلکو له خوا خوښ شوم، وویل: صهیونیسټي رژیم زما د رسمي فعالیت په لومړۍ ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د رسمي میلمه په توګه د شهید هنیه په وژلو سره زمونږ هدفونو ته د رسیدو بهیر ګډوډ کړ.
هغه دې ته په اشارې سره چې ایران په غزه کې د صهیونیسټی رژیم د ترهګرو جنایتونو په وړاندې د اوربند د رامینځته کولو په هیله له ځانه له زغم څخه کار واخیست، وویل: خو په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوام او په لبنان کې د هغې پراخیدل مونږ دې ته مجبور کړل چې دغو اقداماتو ته بې ځوابه اجازه ورنکړو.
د ایران ولسمشر د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په دوام کې د لویدیځو هیوادونو ملاتړ اغیزمن وباله او وویل: که چیرې صهیونیسټ رژیم د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف یوه تیروتنه او اقدام وکړی نو د پرېکنده او نه منلو وړ ځواب به ترلاسه وکړي.
هغه ټینګار وکړ: مونږ په سیمه کې د کړکیچ او ګډوډي د رامینځته کولو اراده نه لرو او د سولې او ارامۍ په لاره کې د هرډول اقدام هرکلی کوو خو د صهیونیسټ رژیم دغه اقدامات د ټولې سیمې د اور اچولو په هدف ترسره کیږی، نو اړینه ده چې نور هیوادونه او په ځانګړې توګه لویدیځوال دا یرغلګر رژیم کنټرول کړي.
موږ ستاسو په سیمه کې حالات د اندیښنې سره تعقیب کوو
د ایتوپیا د فدرال دیموکراتیک جمهوریت لومړی وزیر«ابی احمد» هم څرګنده کړه چې د ایران اسلامی جمهوریت په ایتوپیا کې د یو هیواد په توګه پیژندل شوی او زمونږ د خلکو په ذهنونو کې د فیمابین د اړیکو مثبت انځور موجود دی او وویل: «موږ ستاسو په سیمه کې حالات د اندیښنې سره تعقیب کوو.»
هغه دې ته په اشارې سره چې ایران یو پیاوړی او خپلواک هېواد دی، څرګنده کړه: اوسنی نړیوال او سیمه ایز جوړښتونه مساویانه دی او د بریکس په څېر بنسټونه ډېر اغېزمن دی او د دغو نابرابریو په سمولو او له منځه وړلو کې مهم او موثره رول لوبوی.
د پیغام پای/