په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم د میاشتې په دویمه نېټه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ د۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په قرارګاه کې د«خالد غږ» په نامه اسلامي راډیو په ۱۰۷،۷ اف ایم څپو نشرات پیل کړل.
خبرځاى زياته کړه: دغه راډيو داسلام سپیڅلي دین او ملي ارزښتونو په رڼا کې به خپلې دیني، عقیدوي، کلتوري، فرهنګي، صحي اوتفریحي خپرونې د سهار۸:۰۰ بجو څخه تر مازدیګر ۴:۰۰ بجو پورې په ژوندۍ بڼه نشروي.
د پیغام پای/