کابل- ایرنا- د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د افغانستان د سرپرست حکومت د چاپیریال ساتنې مسلکي مرستیال د هوا د ککړتیا د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم د میاشتې په دویمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي معین ډاکټر زین العابدین عابد سره وکتل.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت د کارونو او فعالیتونو ستاینه وکړه.

دواړو خواوو د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د چاپېریال د ښه والي او د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې لپاره د ملي او نړیوالو پانګوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.

د پیغام پای/