کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعن او سوداګرۍ وزارت د انرژۍ او سړک جوړولو په برخه کې د ترکي پانګوالو لېوالتیا خبر اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن (سه‌شنبه) د لړم په لومړۍ نېټه د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد د ترکیې هېواد له یو شمېر عالمانو او پانګوالو سره د یاد وزارت د معینیت په تالار کې د کتلو خبر اعلان کړه.

په دې کتنه کې ترکي پانګوالو د انرژۍ او سړک جوړولو په برخو کې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه او د افغانستان د کرنې په سکتور کې یې د پانګونې د فرصتونو د برابرولو او شریکولو غوښتنه وکړه.

 ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد د هغوی د خبرو په اوریدو  دوی ته د پانګوالو د امنیت له پلوه په بشپړ ډول ډاډ ورکړ او له هغوی سره یې د یادوزارت د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

 د پیغام پای/