کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال وايي: د دایکندي ولایت د اوسېدونکو د ډله ییزې وژنې عاملین مجازات شول.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري نن دوشنبه د تله ۳۰مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د داعش ترهګرې ډلې عناصر چې د دایکندي ولایت په سنګتخت او بندر کې یې یو شمېر هېوادوال شهیدان کړل، پرون د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا ووژل شول.

هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د یو قوي نظام په توګه چې د هیواد په چارو کې حاکمیت لري، د ټولو خلکو د ژوند، مال او عزت ساتنه کوي.

 ایرنا خبری اژانس وایی، د افغانستان د سرپرست حکومت ځانګړو ځواکونو تيره ورځ د داعش ترهګرې ډلې هغه غړی چې په کابل، بامیان او غور کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود په غور ولایت کې ووژل.

د پیغام پای/