کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بامیان ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکې د کار د پیل خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت چارواکو نن شنبه د تله ۲۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د بامیان ولایت د سیغان ولسوالۍ د قرای امرود او پیشنګ په سیمو کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د څه باندې ۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف ادارې په مالي مرسته د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا چارې له طرفه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 

 په دې شبکه کې د ۳۰ او ۴۰ متر مکعب په ظرفیت د اوبو د دوو زیرمو جوړول، د ۶۰ او ۸۰ مترو په ژوروالي د دوو څاګانو کیندل، د ۶۵ سولر تختو نصبول، د ۹۶ شیردهن او د ۹۸۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ نصبول شامل دي.

 خبرځاى زياته کړه: د دغې شبکې د جوړولو په بهيرکې د لسګونو تنو کارکوونکو لپاره د کار زمينه برابره شوه او په بشپړيدو سره يې ٥١٠ کورنيو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسى پيدا ومومي.

 د پیغام پای/