کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د دوو چینايي شرکتونو له استازو سره د دغه وزارت د پلاوي د ناستې خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن شنبه د تله ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت پلاوي د چینايي شرکتونو له استازو سره د افغانستان د نفتو او ګازو د زیرمو د ارزښت، پانګونې او نورو بېلابېلو برخو کې خبرې وکړې.

 افغان پلاوي چينايي پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه او ډاډ يې ورکړ، چې په يادو برخو کې به ورسره همکاري وکړي.

 د پیغام پای/