کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په نغلو کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې کار پیل کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور نن شنبه د تله ۲۸ مه د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پرانیسته او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وویل: دغه وزارت خپله پاملرنه د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې کورنیو سرچینو ته ډېره کړې او په پام کې لري، چې د هېواد په اکثره ولایتونو کې د نوي کېدو وړ انرژي پروژې پلي کړي.

د چارو د ادارې عمومي رئيس محترم شیخ نورالحق انور، اوسني شرایط د هېواد د آبادۍ او ځان بسیاینې لپاره تر ټولو ښه شرایط و بلل او ټینګار یې وکړ، چې هغه وخت را رسېدلی چې  د افغانستان ټول خلک په پوره ډاډ سره د یو بل په څنګ کې د هېواد د آبادۍ لپاره هڅې وکړي.

 همدارنګه، د عوفي بهرام شرکت رئيس حاجي پهلوان په دغه غونډه کې له پانګوالو سره د اسلامي امارت همکاري وستایله او یادونه یې وکړه، چې په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.

 په دې مراسمو کې د عوف بهرام شرکت رئیس حاجي پهلوان له پانګوالو سره د اسلامي امارت د همکاریو قدرداني وکړه او یادونه یې وکړه چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

 د ایرنا د خبر له مخې، دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عوفي بهرام شرکت په خصوصي پانګونې سره د 7.6 میلیونه آمریکایي ډالرو په لګښت د ګرین سټیټ پاور له لوري پلي شوې ده.

 د دې پروژې په پلي کېدو سره به په کابل او ننګرهار کې ۱۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

د پیغام پای/