كابل- ايرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت وايي، د ۲۵ نویو څاګانو په فعالېدو سره به د امو سیند له حوزې څخه د نفتو استخراج د ورځې له ۲ زرو تر ۳ زرو ټنو ته لوړ شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونيت نن شنبه د تله ۲۸ مه په یوه ویډیويي ټیپ کې اعلان وکړ چې د ۲۵ نویو څاګانو په فعالېدو سره به د امو سیند په حوزه کې د نفتو استخراج د ورځې له ۲ تر درې زرو ټنو ته ورسېږي.

اقتصادي معاونيت ټينګار وکړ چې دافغانستان دبريښنا سکتور پياوړتيا او پراختيا داسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه ده او غواړي چې په داخلي منابعو په تکيه کولو سره هيواد ځان بسيا کړي.

 د ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت زیاته کړه: د امو سیند له حوزې څخه د نفتو استخراج په عادي ډول روان دی.

 په دغه ویډیو ټیپ کې ویل شوي چې د کانونو او پټرولیم وزارت د امو د نفتو په ساحه کې د ۲۵ نورو څاګانو د فعالولو هوډ لري چې له دې جملې څخه به ۱۸ نوې څاګانې کیندل شي، د دوو څاګانو د اکتشاف چارې پیل شوي او پنځه څاګانې جوړولو ته اړتیا لري.

 د ایرنا په وینا، اوس مهال د امو سیند د نفتو په ساحه کې ۲۴ فعالې څاګانې شتون لري، چې له هغې څخه هره ورځ ۱۳۵۰ ټنه تېل استخراجېږي.

 د پیغام پای/