کابل- ایرنا- د افغانستان د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د قراردادي شرکتونو له خوا خلکو ته د کار برابرول زموږ لومړیتوب دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو پنجشنبه د تله ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په کابل کې د کندهار ولایت د نیش ولسوالۍ له مشرانو او مخورو سره د ليدنه وکړه.

د نېش ولسوالۍ مشرانو د قراردادي شرکتونو له لوري د ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې، چې په کې د سړکونو، ښوونځيو، پلونو، پلچکونو او نورو پروژو د پلي کېدو شامل وه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: قراردادي شرکتونه مکلف دي چې له خپلو مکلفیتونو سره سم د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کار او فعالیت وکړي، همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت د قراردادي شرکتونو له لارې د دې ولسوالۍ خلکو ته د کار زمینه برابرولو یو لومړیتوب دی.

د پیغام پای/