کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند په افغانستان کې دننه د نویو بسونو د تولید اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پنجشنبه د تله ۲۶ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو.

مجاهد لیکلي: دا بسونه به په هیواد کې د ښاري خدماتو لپاره وکارول شي، دا د افغانستان تولید دی، چې ډیر ژر به یې د پرانیستلو مراسم ترسره شي. د سرپرست حکومت ویاند وویل: افغانستان د ځان بسیاینې او پرمختګ په لور ګړندی ګامونه اخلي.

 د ایرنا د خبر له مخې، دا لومړی ځل دی چې د سرپرست حکومت ویاند د افغانستان د بسونو د جوړولو اعلان کوي.

د پیغام پای/