کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وویل: په وروستیو دریو کلونو کې د افغانستان کرنیز محصولات زیات شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عطاء الله عمري چې چهارشنبه د تله ۲۵ مه په کابل کې د کرنیزو محصولاتو په ٣١ام نندارتون کې خبرې کولې وویل: دغه نندارتون د سوداګرو لپاره د خوښې وړ کرنیزو محصولاتو د ترلاسه کولو او همدارنګه د بزګرانو او مالدارانو د کرنیزو محصولاتو د پلورلو ښه فرصت برابر کړی دی.

 هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت په راتګ سره ټولو سکتورونو ته ډېره پاملرنه شوې او همدارنګه کرنې او مالدارۍ ته هم پاملرنه کېږي، تر څو زموږ خلک د خوراکي توکو خوندیتوب ترلاسه کړي او د همدې پاملرنې له امله په دې دریو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو کچه لوړه شوې ده.

 عمري وویل: دا د خدای فضل دی چې زموږ ملک کرنیز ملک دی او د غرونو، دښتو او د هغې ټولې برخې کرنیز توکي تولیدوي او د شته اسانتیاوو په پام کې نیولو سره باید افغانستان د کرنې په برخه کې لومړی مقام درلودی.

 هغه وويل: د افغانستان کرنيز محصولات داسې طبيعي خوند لري چې د نړۍ په هر ګوټ کې نه موندل کېږي او له سوداګرو څخه غواړم چې د دغو ارزښتناکو کرنيزو محصولاتو لپاره بازار پيدا کړي.

 د پیغام پای/