کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړي ځل لپاره د استانبول په نړیوال حلال نندارتون کې د افغانستان حضور اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن سه شنبه د تله په ۲۴ مه په هغې غونډه کې چې د صنایعو خونې او د غالیو اوبدونکو او صادرونکو اتحادیې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د ۲۰۲۴ کال د استانبول په نړیوال حلال نندارتون کې د افغانستان د ګډون او د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړه.

 پدې نندارتون کې چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د نوامبر له ۲۷مې تر ۳۰ مې (د ۱۴۰۳ لمریز کال ‏د لیندۍ( قوس) له شپږمې تر نهمې) د ترکیې په استانبول ښار کې جوړ شي، په لومړي ځل د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه او د هېواد خصوصي سکتور ته، د ګډون او نندارې ته د خپلو محصولاتو او تولیداتو د وړاندې کولو لپاره رسمي بلنه ورکړل شوې ده.

 تېر کال د استانبول په نندارتون کې د ۶۰ هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو، سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو په ګډون ۱۲۵ هېوادونو ګډون کړی و.

 د پیغام پای/