کابل- ایرنا- نیویارک ټایمز په یوه راپور کې منلې چې د اسرائیلو پوځ د غزې په تړانګه کې له عامو فلسطینیانو څخه د انساني سپر/ډال په توګه کار اخلي او ټینګار یې کړی چې په دې ډول د ملکي خلکو ژوند ته خطر پېښول جنګي جنایت دی.

د ایرنا د راپور له مخې، د دې امریکايي رسنیو څېړنه ښيي چې د اسرائیلي پوځیانو له خوا فلسطیني بندیان د غزې په تړانګه کې هغه ځایونه لټولو ته اړ ایستل شوي چې د اسرایلو پوځیانو شک درلود چې د حماس ځواکونو د حملې یا چاودېدونکو موادو یوه جال جوړ کړی دی. یوه طریقه چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په تدریجي ډول پراخه شوې ده.

 نیویارک ټایمز دې ته په اشارې سره چې دا ډول عملیات د نړیوالو قوانینو او حتی د اسراییلو د قوانینو له مخې غیرقانوني دي، زیاته کړه: په غزه کې د دې طریقې اندازه او مقیاس معلومه نه ده، خو څیړنې ښیي چې دا ډول طریقه لږترلږه د ١١ ډلو لخوا د غزې پنځه ښارونه اکثرا د اسراییلو د استخباراتو د افسرانو په ګډون کارول شوي دي.

 ورځپاڼې له هغو اوو اسراییلي پوځیانو سره مرکې کړې چې د دې طریقې په کارولو کې یې شاهدان یا برخه اخیستې وه او دې نتیجې ته رسېدلې چې د غزې په تړانګه کې په خطرناکو جنګي حالاتو کې د فلسطینیانو کارول معمول او عادي شوي دي. بل د پام وړ ټکی دا دی چې دا طریقه د جګړې په ډګر کې د اسراییلو د پوځ د لوړو رتبو د پام وړ لوژیستیکي ملاتړ سره ترسره کیږي.

 د راپور له مخې، سرتیرو تایید کړه چې هغه کسان چې د اسراییلو د استخباراتو افسرانو لخوا نیول شوي اکثرا د کنډکونو ترمنځ لیږدول شوي، یو داسې پروسه چې د کنډکونو ترمنځ همغږي او د لوړ پوړو ساحوي قوماندانانو پوهې ته اړتیا لري.

د پیغام پای/