د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په لبنان کې د ایران د سپاه پاسداران د پوځي سلاکار ډګرجنرال عباس نیلفروشان د شهادت په مناسبت چې د جمعې په ورځ د مازدیګر د تله په شپږمې نیټې په ماښام په یوه ترهګریز برید کې له شهید سید حسن نصرالله د لبنان د حزب الله پخوانی مشر سره یوځای په شهادت ورسیده، یوه بیانیې خپور کړل.
د دې بیانیې بشپړ متن په لاندې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
و لا تحسبن الذین قتلوا فی سبیل الله امواتا بل احیاء عند ربهم یرزقون
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د ۱۴۰۳ کال د تله په شپږمه نېټه د صهیونیسټي رژیم له خوا د بیروت ښار د استوګنې په سیمو د بمبارۍ په ترڅ کې د سپاه پاسداران برید جنرال عباس نیلفروشان د شهادت د ایران ستر رهبر، د ایران ګران ملت او د نړۍ نورو ازادو ولسونو او د شهید قدرمنې کورنۍ ته د تسلیت او تبریک مراتب وړاندې کوي او د دغه ستر شهید روح ته یې دعاګاني کوي.
د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو ټول تاریخ له پیله تر ننه پورې د دې ښودنه کوي چې د دغه رژیم د تیریو او جنایتونو په وړاندې زغمل د دې سبب کیږي چې دغه رژیم لا زیات تاوتریخوالی او جنایتونه ترسره کړي.
د ایران د دغه لوړ رتبه پوځي چارواکي وژل یو غیر قانوني او د نه بخښلو وړ جنایت دی او بې له شکه د ایران اسلامي جمهوریت به له خپل ټول توان څخه د صهیونیسټ رژیم د حساب ورکولو او کار واخلي.
د ایرنا په وینا، د صهيونېسټ رژيم لومړي وزير بنيامين نتنياهو د تله د مياشتې په شپږمه نېټه د جمعې په ورځ د امريکې په ملاتړ د لبنان د حزب الله د عمومي منشي سيد حسن نصرالله د وژلو امر له نیویارک څخه صادر کړ.
د دغه حکم په نتیجه کې د صهیونیسټی ترهه ګر رژیم جنګی الوتکو د جمعې په ماښام د بیروت په ښار کې د حاره حریک د ضاحیه په سیمه کې د استوګنې په سیمو بمباری وکړه.
د پیغام پای/