کابل- ایرنا- د عراق د اسلامي مقاومت مجاهدینو یو ځل بیا د اشغال شوې سیمې په جنوب کې په حیفا کې په دوو مهمو هدفونو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل.

د ایرنا د خبر له مخې، د عراق د مقاومت ځواکونو دوشنبه د تله په ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د اسلامی وظیفې او د غزې او لبنان د بې ګناه خلکو د وینو د ساتنې او د دغې ډلې د اعتقاد په چوکاټ کې د جنګ په ډګرونو کې د وحدت د شتون په لړ کې په دغو دوو مهمو هدفونو د بې پیلوټه الوتکو په واسطه په ۲ ځانګړو عملیاتو کې بریدونه وشول.

له دې حملې  مخکې د صهیونیسټ رژیم داخلی جبهه اعلان وکړ چې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې په کریات شمون کې د الارم غږ شوی دی.

دا برید په حیفا باندې د لبنان د حزب الله له کامیابې حملې څو ساعته وروسته شوی دی چې په ترڅ کې یې د حیفا په جنوب کې د ګولاني لوا په روزنیز مرکز د بې پیلوټه الوتکې حمله وشوه چې په ترڅ کې یې ۴ صهیونیسټي پوځیان ووژل شول او ۱۱۰ نور ژوبل شول.

د عراق مقاومت په تیرو اونیو او میاشتو کې هم د اشغال شوی فلسطین په جنوب کې په ایلات کې حساس او مهم هدفونه په نښه کړل.

دغې ډلې له دې مخکې په تیرو عملیاتو کې د اشغال شویو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړی وو که چیرې صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې خپلو حملو ته دوام ورکړی نو د دغه رژیم دپوځونو پرضد به خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی.

 د پیغام پای/