کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي: اسلامي امارت د هېواد له ملي سوداګرو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ نن دوشنبه د تله ۲۳ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس محمد یونس مهمند او یو شمېر ملي سوداګرو سره په کابل کې وکتل.

ملي سوداګرو په دې ناسته کې وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې متعصبې کړۍ یې په اړه منفي تبلیغات کوي.  دوی وویل چې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د افغانستان خصوصي سکتور ښه وده کړې او په هېواد کې صنعت او پانګونې ته وده ورکړل شوې ده.

 سوداګر زیاته کړه چې پانګوال له اسلامي امارت سره همکاري کوي او د دغه نظام د پیاوړتیا لپاره کار کوي.  مولوي عبدالکبیر له ملي سوداګرو سره په لیدنه کې د خوښۍ په څرګندولو سره له ټولو سوداګرو مننه وکړه چې په هېواد کې یې پانګونه کړې او په سختو شرایطو کې یې افغانان یوازې نه پرېږدي.

 نوموړي دوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت ورسره ولاړ دی او هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

 د پیغام پای/