کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې د کیفیت په لوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل: باید داسې نخبګان ټولنې ته وړاندې شي چې په نړۍ کې یې مثال نه وي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو یکشنبه د تله ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت سرپرست مولوي سید حبیب الله اغا بادغیس ولایت ته د سفر خبر ورکړی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست وویل: موږ د ښوونځیو او مدرسو د ستونزو د حل لپاره هیڅ ډول هڅې نه سپموو او د هېواد د پوهنې د نظام د ښه والي لپاره په خپل وس کې هر ډول هڅې کوو.

هغه مسوولینو او استادانو ته په خطاب کې وویل: د معارف د کیفیت د لوړولو لپاره هڅه وکړئ، ترڅو په راتلونکي کې ټولنې ته با استعداده او نخبه اشخاص وړاندې کړئ، چې په نړۍ کې یې مثال نه وي.

د پیغام پای/