په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو یکشنبه د تله ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د نیمروز ولایت د مهاجرینو د چارو رئیس عبدالله ریاض، د کاپیسا ولایت د مهاجرینو د چارو رئیس مولوي حمدالله شهیدزاده او د نورستان ولایت د مهاجرینو چارو رئیس مولوي شهاب الدین ثاقب ګډون سره په کابل کې غونډه وکړه.
په دې کتنه کې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو مسوولينو خپلې لاسته راوړنې او ستونزې له حقاني سره شريکې کړې.
د مهاجرینو چارو وزیر د دوی د ستونزو پر حل باندې د ټینګار ترڅنګ، په مرستو کې د روڼتیا، د خدمتونو د وړاندې کولو او لا زیاتې همغږۍ په موخه ګمارل شوي مسوولینو ته لازمې هدایات ورکړې او د دوی د پاملرنې غوښتنه یې وکړه او په راتلونکي کې یې هم د بشري مرستو ډاډ ورکړ.
د پیغام پای/