کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: په نړۍ کې د ایران او روسیې دریځونه د نورو په نسبت یو بل ته ډیر نږدې دي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان نن د جمعې په ورځ د تله په ۲۰ مه نېټه د «د زمانې او تمدنونو متقابل ارتباط - د سولې او پراختيا اساس» د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ترکمنستان کې چي د «مختومقلی فراخی» د ۳۰۰ تلین په مناسبت جوړه شوې وه، خبرې وکړه.

دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ. 

 د ایران ولسمشر له خپل روسي سیال سره د کتنې په موقع د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: له اقتصادي او کلتوري پلوه زمونږ اړیکې ورځ په ورځ لا پسې پیاوړې کیږي.  هغه زیاته کړه: د ایران او روسیې ترمینځ د ملګرتیاو د پراختیا بهیر باید د دواړو هیوادونو د لوړپوړو مشرانو د ارادې او د دغو اړیکو د پیاوړتیا په ضرورت سره ګړندی شی. 

 ډاکټر پزشکیان دې ته په اشارې سره چې ایران او روسیه ښه متقابل او تکمیلي ظرفیتونه لري او یو له بل سره مرسته کولای شي، زیاته کړه: په نړۍ کې زموږ دریځونه د نورو په پرتله یو بل ته ډېر نږدې دي.

د ایران ولسمشر د ایران او روسیې ترمینځ د ستراتیژیکو ملګرتیاو د سند د لاسلیکیدو د چټکتیا لپاره هیله څرګنده کړه او د فیمابین د ملګرتیاو په پراختیا یې ټینګار وکړ او ویې ویل: هیله من یو چې په روسیه کې د بریکس په سرمشریزه ناسته کې به دغه تړون نهایی شی. 

ډاکټر پزشکیان د سیمې بحرانی حالاتو ته په اشارې سره وویل: صهیونیسټ رژیم هیڅ نړیوال حقوقی او بشری چوکاټ ته درناوی نه کوی او په سیمه کې حالات بحرانی دی؛ اروپايي او امريکايي هېوادونه نه غواړي چې د سيمې د هېوادونو ترمنځ اړيکې په سوله ييزه توګه دوام ومومي. 

 په دې کتنه کې د روسيې جمهور رييس هم له دې خبرو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري زموږ لپاره يو ستر لومړيتوب دى او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د پراختيا او د سوداګرۍ د حجم زياتوالى په ښه توګه ترسره کېږي. 

د پیغام پای/