د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې وویل: «که څه هم موږ د تاو تریخوالي په زیاتیدو سره د جګړې په لټه کې نه یو، موږ هر ډول سناریو ته چمتو یو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې دوحې ته تللی دی، دغه قطري چینل ته وویل: اسرائیل کولای شي زمونږ هوډ وازمايي.
هغه زیاته کړه: موږ به وګورو چې برید به څنګه وي او د دې پر بنسټ به وټاکو چې څنګه ځواب ووایو، چې موږ به یې په دقیق ډول وڅیړو.
عراقچي د دې خبرې په کولو سره چې «اسرائیل د یوې لویې جګړې په لټه کې دی او ځینې هیوادونه دې جګړې ته اړ کړي»، وویل: «ایران یوازینی هیواد نه دی چې په پراخه پیمانه جګړه نه غواړي، بلکې هرڅوک پوهیږي چې څنګه. دا جګړه ویجاړونکې ده.»
عراقچي ټینګار وکړ چې مقاومت د صهیونیسټ رژیم د ځواب ورکولو توان لري او دا چې نتانیاهو د غزې په جګړه کې خپل هدف چې د حماس له مینځه وړل دي ترلاسه نه کړي او په لبنان کې به هم له ورته حالت سره مخامخ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مقاومت څخه د ایران په ملاتړ باندې په ټینګار سره وویل: زمونږ ملاتړ به هیڅکله په سیاسی او ډیپلوماټیکو مرستو پورې محدود نه شی او هر هغه څه چې د هغوی لپاره ضروری وی هغوی به ترلاسه کړي. موږ یوه ورځ هم د مقاومت له ملاتړه لاس وانخیست او ما له بیروت څخه اعلان وکړ چې ایران به هیڅکله له مقاومت څخه لاس ونه واخلي.
عراقچي تیره اونۍ لبنان ته خپل سفر ته په اشارې سره وویل: په بیروت کې زما غونډې جدي او ښې وې او هیڅ ډول ستونزه نه وه. موږ به د لبنان د حکومت او مقاومت د پرېکړو ملاتړ وکړو.
د ایران د اسلامی جمهوریت لوړ رتبه دیپلومات هم اعلان وکړ چې د اوربند د ټینګولو او د قتل عام، وژنو او ورانیو د بندولو په اړه یې مشورې کړې دی.
هغه همدا راز سعودي عربستان او قطر ته د خپل وروستي سفر په اړه وویل: د سیمې لوی هیوادونه کولای شي د کړکېچ پر وړاندې رول ولوبوي. سعودي عربستان په سیمه کې ستر رول لري او قطر هم اغیزمن رول لوبوي، موږ له دوی سره د جګړې د درولو لپاره مشورې کوو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګ څرګنده کړه: له امریکې سره د ځینو هېوادونو له لارې ډیپلوماټیکې لارې خلاصې دی او مونږ د جنګ د بندولو لپاره سلامشورې ترسره کوو.
د پیغام پای/