کابل - ایرنا- د اسراییلو پوځ ومنله چې په تیر کال کې ٧٢٨ سرتیري وژل شوي دي.

ایرنا د الجزیرې په حواله راپور ورکړی چې د غزې له جګړې یو کال وروسته، د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې د تیر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې ۷۲۸ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، د دغو سرتیرو څخه ٣٤٦ پخپله د غزې دننه په جګړو کې وژل شوي، چې د اکتوبر په ٢٧ پیل شوي.

د اسراییلو پوځ هم اعلان وکړ چې په تیر کال کې ٤٥٧٦ صهیونیسټ سرتیري ټپیان شوي، چې ٦٩٦ یې په نازک حالت کې دي. شنونکي په دې باور دي چې د غزې په تړانګه کې د اوسنۍ جګړې په جریان کې صهیونیسټانو د خپلو تلفاتو د لاسوهنې لپاره ډیرې هڅې کړې دي. 

په زړه پورې خبره دا ده چې صهیونیسټان پخپله د هغو احصایو په اړه شکمن دي چې پوځ او د دې رژیم چارواکي د مقاومت تلفاتو وړاندې کوي. د صهیونیسټي ورځپاڼې یدیعوت احارونوت په تیر دسمبر کې د غزې په جنګ کې د پوځیانو د مرګ ژوبلو په هکله د اسرائیلو د پوځ له خوا د ورکړل شویو احصائیو په شک سره خبر ورکړ چې د پوځ د احصائیو او د روغتونونو د رسمی احصایو ترمینځ د مرګ ژوبلو په هکله ډیر توپیر شتون لری، تر اوسه په روغتونونو کې ۴۵۹۱ تنه ټپیان شوي راغلی دي، خو پوځ د ټپیانو شمېر یوازې ۱۶۰۰ ته اعلان وکړه. 

دغه صهیونیسټي رسنۍ سمدلاسه د صهیونیسټي رژیم د سخت پوځي سانسور له امله خپل راپور بیرته اخیستلو ته اړ شو.

د اسراییلو چینل ١٢ تلویزیون راپور ورکړی چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د نظامي سانسور تابع د خپرو شویو محتوا شمیر له ٤ څخه تر ٥ ځله زیات شوی، او د نظامي سانسور څانګې د غزې د جګړې په اړه په سلګونو زره محتوا څارلې. 

د پیغام پای/