کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او په چین کې د افغانستان سفیر په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛  د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن یکشنبه د تله ۱۵ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدر په چین کې د افغانستان له سفیر مولوي بلال کریمي سره وکتل.

 دواړو لوریو د پانګونې د فرصتونو، د دغه هېواد د شرکتونو د پانګونې د جلب او جذب په برخه کې د چین د سفارت د هڅو او په ځانګړي ډول له چینايي شرکتونو سره د قشقری او مس عینک د نفتو د پروژو د قراردادونو او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

 د پیغام پای/