کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل: افغانستان یو خوندي او پانګونې لپاره مناسب هېواد دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر چې نن یکشنبه د تله ۱۵ مه په کابل کې د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې، وویل: په سیمه‌ ییزه او نړیواله سوداګرۍ کې هر هیواد د خپلو محصولاتو او تولیداتو پر اساس ځانګړی ځای او اهمیت لري او د نړۍ هېوادونه کوښښ کوي چې د خپلو توکو لپاره په پراخه کچه بازار پيدا کړي.

هغه زياته کړه: په دغه نندارتون کې پر افغاني محصولاتو او تولیداتو سربېره د یو شمېر بهرنیو شرکتونو مهم او باکیفیته تولیدات او محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي دي چې دا به د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي او د ګډې بازارموندنې په برخه کې به مهم فرصتونه رامنځته کړي.

 ملا برادر د ټولو بهرنیو شرکتونو او پانګوالو استازو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د متقابل ضرورت په اساس د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې به هیڅ ډول خنډ او ځنډ رامنځ ته نه شي.

هغه وویل: افغانستان یو خوندي هیواد دی او د هر ډول پانګونې لپاره مناسب دی. اسلامي امارت په هر لحاظ د پانګونې او په ځانګړي ډول د بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره کلک هوډ لري او پانګوال کولای شي د معیاري بسته بندۍ او سړو خونو په جوړولو پانګونه وکړي، تر څو افغاني محصولات د نړۍ په کچه بازار موندنه وکړي.

 د ایرنا په وینا، د امام ابوحنیفه په نړیوال نندارتون کې د صنعتي تولیداتو او کرنیزو محصولاتو ۷۰۰ غرفې او ۲۰۰ غرفې د بهرنیو شرکتونو لپاره ځانګړې شوې دي.

 د پیغام پای/