په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت چارواکو جمعه د تله په دیارلسمه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د وسله وال پوځ د ستر درستیز لومړی مرستیال حاجي مالي خان «صدیق» د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي پوستو څخه لیدنه کړې ده.
د دې لیدنې پر مهال د ادارې مرستیال د قراردادي شرکت مسوولینو، انجینرانو او د اړوندو ادارو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
مالي خان صدیق هلته له مېشتو مسؤلینو او مجاهدینو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
د پیغام پای/