په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن پنجشنبه د تله ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په کابل کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي مدیر سلیمان جیلیو سره وکتل.
جیلیو د خپل شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او هیله یې څرګنده کړه چې د شرکت د اسنادو له بشپړیدو وروسته به په جوزجان ولایت کې د یتیم طاق سمنټو پروژې قرارداد د کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ شرکت ترمنځ لاسلیک شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دغه شرکت کارونه او فعالیتونه وستایل او له هغوی یې وغوښتل چې د دغه هېواد په کانونو په ځانګړې توګه د تالک، اوسپنې او مسو په کانونو کې زیاته پانګونه وکړي.
د پیغام پای/