کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له کابل څخه د ۲۸ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن پنجشنبه د تله ۱۲ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د نشه‎يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو د بهیر په دوام دا ځل د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۲۸ ټنه، له لغمان څخه ۴ ټنه، له پروان څخه ٢ ټنه، له بغلان څخه ٢ ټنه او د پکتيکا او سرپل څخه ٢ نور راټول او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته انتقال شول.

 چارواکي وايي، په دايکنډي ولايت کې ١٧ روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنيو ته راستانه شوي دي. د ایرنا د راپور له مخې، د امریکا له خوا د افغانستان د شل کلن اشغال په ترڅ کې دغه هیواد په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه شو چې نشه ایز مواد صادروی او په میلیونونو خلک لا هم په نشه ایزو توکو روږدی دی.

 د پیغام پای/