په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ چې په دوحه کې اوسیږي، نن د پنجشنبې په ورځ د تله په ۱۲مه په اسرائیلو باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د صهيونېسټ رژيم په خلاف د ايران د اسلامي جمهوريت پوځي اقدام په سيمه کې د دغه رژيم د تېري په وړاندې يو مشروع ځواب دی.
هغه زیاته کړه، د فلسطین د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو زرو بې ګناه خلکو جنایتکار او وژونکی رژیم د لویدیځ له بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی، نو پکار ده چې د سیمې ټول هیوادونه د دغه رژیم په وړاندې سره متحد شی.
د ایرنا په وینا، د ایران د اسلامی جمهوریت د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د تیرې سه شنبې په شپه د اشغال شویو سیمو په زړه کې د موساد په لس پوځی اډو او د دغه هیواد د موساد په مرکزونو توغندیز بریدونه وکړل.
د ایران د دغو توغندوی حملو په نتیجه کې د صهیونیسټی ترهه ګر رژیم په لسګونو زغره وال ټانکونه او څو جنګی الوتکې له منځه لاړې او دغه راز د دغه ترهګر رژیم هوایی ډګرونو ته هم زیات تاوانونه ورسیدل.
د پیغام پای/