کابل- ایرنا- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: د مسکو په غونډه کې به د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه بحث ته لومړیتوب ورکړل شي.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،  د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن پنجشنبه د تله ۱۲ مه په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د مسکو په غونډه کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه بحثونو ته لومړیتوب ورکړل شي. 

 نوموړي زیاته کړه، چې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی هم بلل شوی دی.

 د ایرنا د خبر له مخې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی پرون د یوه حکومتی پلاوی په مشرۍ مسکو ته لاړ.

د پیغام پای/