د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر «مسعود پزشکیان» چې د چهارشنبې په ورځ د تله په یولسمه نېټه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی و، د قطر له امیر «تمیم بن حمد آل ثاني» سره په ګډه خبري غونډه کې په دې خبرې ټینګار سره چې ایران له قطر سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دی، څرګنده کړه: د دواړو هیوادونو ګډه اراده د ملګرتیاو د سطحې ښه کول دی او مونږ ډاډمن یو چې دغه اړیکې پیاوړې کولای شو.
د ایران ولسمشر وویل: له هغه وخته چې زه د ولسمشر په توګه ټاکل شوی یم، په خپلو ټولو خبرو کې مې هڅه کړې چې دا ووایم چې موږ د سولې او آرامۍ په لټه کې یو، ځکه چې هیڅ هیواد او سیمه د جګړې له لارې پرمختګ نه شي کولی. ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران د جګړې په لټه کې نه دی، بلکې اسراییل دی چې موږ یې غبرګون ښودلو اړ کوي.
پزشکیان دې ته په اشارې سره چې اسراییلو زموږ میلمانه په تهران کې د تحلیف په ورځ ووژل، وویل: دوی موږ ته وویل چې انتظار وکړئ، موږ سوله غواړو. که تاسو جګړه وکړئ، سوله به نه وي. موږ هم د سولې لپاره انتظار کاوه، خو د دې پر ځای چې وژنې ودروي، د دوی بزدلان وژنی په غزه او لبنان کې لا زیات شول.
د ایران ولسمشر ټینګار وکړ: اسرائیل داسې جنایتونه ترسره کړل چې په تاریخ کې هیڅوک نه دی کړی او مونږ مجبور یو چې ځواب ورکړو. که هغه وغواړي چې بل ډول عمل وکړي، موږ به سخت ځواب ورکړو او دا هغه څه دي چې اسلامي جمهوریت یې تعقیبوي.
هغه زیاته کړه: د صهیونیسټ رژيم ناوړه هدفونه په سیمه کې د ناامنۍ رامینځته کول او د کړکیچ خپرول دي. موږ باید د بحران مخه ونیسو.
پزشکیان وویل: هغه څه چې موږ له اروپایی او امریکایی هیوادونو څخه غواړو هغه دا دی چې په سیمه کې هر هغه څوک چې وژلو ته لاس وهي دوی ته ووایي چي له وژلو څخه لاس واخلی او سیمه په یوه ناامنه سیمه بدله نه کړی چې د هیڅ دولت په ګټه نه ده.
اشغالګر رژیم باید د غزې او لبنان په خلاف ظالمانه جګړه ودروی
د قطر امیر شیخ تمیم بد حمد آل ثانی هم په دغه ګډ خبری کانفرانس کې د تاوتریخوالی د کمولو او د سیمې د سولې او امنیت د ساتنې لپاره د خپل هیواد په ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: مونږ مخکې په لبنان باندې د اسرائیلو د حملې خبرداری ورکړی وو.
هغه زیاته کړه: «له بده مرغه د تشنج د کمولو لپاره د قطر د حکومت له هڅو سره سره، د اسرائیلي رژیم بریدونه په زیاتیدو دي.»
د قطر امیر تاکید وکړ: اشغالګر رژیم باید د غزې، لویدیځې غاړې او لبنان په خلاف ظالمانه جنګ بند کړی.
هغه په غزه کې د جنګ د بندولو لپاره د قطر د منځګړیتوب اقداماتو ته په اشارې سره وویل: زمونږ ستراتیژیک انتخاب منځګړیتوب دی او مونږ په غزه کې د جنګ د ختمولو لپاره د کوششونو په دوام، د یرغمل شویو او بندیانو په خلاصون ټینګار کوو.
تمیم بن حمد آل ثاني په دې خبرې ټینګار سره چې د قدس شریف له پلازمینې سره د ۱۹۶۷ کال په پولو کې د دوو هیوادونو جوړیدل او د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړول د تلپاتې سولې لپاره کلیدي دي.
د قطر د امیر په وینا، د دې موضوع د مخنیوي لپاره کوم بل وړاندیز د ناکامۍ سره مخ دی.
د پیغام پای/