کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د انګلستان، جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت یوازې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر بنسټ له خپل مشروع دفاع څخه کار اخیستی دی او په ځانګړې توګه د صهیونیسټ رژیم پوځي او امنیتي اډې په نښه کړي دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن چهارشنبه د تله د ۱۱مې نېټې په سهار د انګلستان، فرانسې، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران د وسله والو ځواکونو د تېرې شپې د توغندويي عملیاتو په اړه او په غزه او لبنان کې د کړکېچونو په اړه خبرې وکړې. 

 عراقچي په دغو خبرو کې په تهران کې د صهيونېسټ رژيم له ترهګرې حملې او د اسماعيل هنيه له شهادت وروسته د دوو مياشتو په موده کې د ايران صبر او په غزې کې د دغه رژيم د جنګ د دوام او په لبنان کې د هغې پراخېدو چي تر اوسه پورې په غزه او لبنان کښې څه دپاسه ۴۲ زره کسان وژل شوی دی، په اشارو سره وویل: د ایران اسلامی جمهوریت یوازې د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې په اساس له خپل مشروع دفاع حق څخه استفاده کړې ده او یوازې د صهیونیسټي رژیم د پوځی هدفونه یې په نښه کړی دی.

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر تاکید وکړ: عملیات پای ته رسېدلی، خو که صهیونیسټ رژیم د غچ اخیستنې هڅه وکړی، زموږ غبرګون به لا سخت وی. د ایران اسلامی جمهوریت د تشنج او جنګ د زیاتولو په لټه کې نه دی خو له جنګ نه ویره نه لری .

 هغه یو ځل بیا د اوربند د ټینګولو او د صهیونیسټ رژیم د حملو او په سیمه په تیره بیا په لبنان او غزه کې د کړکیچ د لا زیاتیدو د مخنیوی لپاره د ټولو هیوادونو د کوششونو غوښتنه وکړه.

 د ایرنا د خبر له مخې د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران د سه شنبې په شپه د تله په ۱۰ نیټه په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د اسماعیل هنیه، سید حسن نصرالله او جنرال عباس نیلفروشانو د شهادت په غبرګون کې یې د نیواکګرو سیمو زړه په نښه کړی دی.

 د پیغام پای/