کابل- ایرنا- خبري سرچینو د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران د توغندیو له ویشتلو وروسته د نیواکګرو په پوستو د یو لړ چاودنو خبر ورکړی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، فلسطیني رسنیو نن چهارشنبه د تله په ۱۱ مه خبر ورکړ چې د اشغالګرو په پوستو د سپاه پاسداران د توغندیو له ویشتلو وروسته یو لړ چاودنې وشوې.

د رسنیو د راپورونو له مخې د صهیونیسټي ترهګرې رژیم د توغندیو ضد دفاعي سیسټم هڅه وکړه چې په اشغال شویو سیمو د څو توغندیو د توغولو مخه ونیسي، خو د حملې د اندازې له کبله په دې کار کې ناکام شول.

 صهیونیسټي رسنیو ادعا کړې ده چې د دغه حملې په لومړی پړاو کې څه دپاسه څلور سوه توغندي په نیواکګرو سیمو ویشتل شوي دي.  د اشغالګر صهیونیسټانو په پوستو د ایران د توغندیو له ویشتلو وروسته د نابلس او رام الله په شمول په لویدیځه غاړه کې فلسطینیانو له لیدلو وروسته خوشحاله شول.

 په عین حال کې صهیونیسټی رسنیو په اشغال شویو سیمو د توغندوی حملو د دوهمې څپې د پیلیدو خبر ورکړ.

 د پیغام پای/