کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په لبنان، سوریې او یمن باندې د صهیونیسټي ترهګري رژیم حملې په سختو ټکو وغندلې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛  د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو نن سه شنبه د تله په ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر لبنان، سوریې، یمن او په فلسطین کې د نسل وژنې دوام د اسرائیلو بریدونه غندي.

 د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: دغه بریدونه د ټولو نړیوالو اخلاقی اصولو او معیارونو خلاف یو ضد بشری عمل دی.

 په اعلاميه کې راغلي چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د سيمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د اسرائيلو مخه ونيسي او د دغو کړنو په اړه جدي پرېکړه وکړي.

 د پیغام پای/