په ننګرهار کې د ایرنا خبریال په وینا، د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې پرون ماښام د ننګرهار ولایت په کوزکنر ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ له ډوبیدو وروسته اته تنه وژل شوي او ۹ نور ژغورل شوي دي.
د کوزکنر ولسوال مولوي روح الله حقمل وویل: «یوه ښځه او څو ماشومان هم د دې پیښې د قربانیانو په ډله کې دي». د حقمل په وینا، د دوی د څلورو تنو جسدونه له اوبو څخه ایستل شوي او د پاتې جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.
د کوزکنر ولسوال وویل: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست روغتیایی ټیمونه د پیښې ځای ته رسیدلي او ژغورل شوي خلک یې روغتیایی مرکزونو ته لیږدولي دي.
د پیغام پای /