کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت کابینې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ د پروژې په لومړي پړاو کې د څلورمې برخې ځمکې د استملاک په اړه د بورډ نظریه تصویب کړه او د جوړولو د کار د پیل حکم یې صادر کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کابینې اوومه غونډه د  سرپرست حکومت د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن په مشرۍ جوړه شوه.

کابینې د اسانتیا رامنځته کولو او خلکو ته د کار کولو د اجازې ورکولو په اړه بحث وکړ او د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت په مشرۍ یوې کمیټې ته دنده وسپارل شوه چې داسې طرحه جوړه کړي چې د هېواد د ودانولو چارې اسانه او د ملکیتونو د ثبت وروسته خلک وکولای شي ژر تر ژره د کار اجازه ترلاسه کړي.

د کابينې په دې غونډه کې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ د پروژې په لومړي پړاو کې د څلورمې ټوټې ځمکې د استملاک په اړه د لېږل شوي پلاوي نظر تاييد شو او پرېکړه وشوه چې د هغې د جوړولو کار پيل شي.

 کابينې د اقینه- اندخوى د اورګاډي پټلۍ په لومړي پړاو کې د ٣٠ کيلومتره ځمکې د استملاک په اړه د بورډ راپور تاييد کړ او د فوايد عامې وزارت ته يې دنده وسپارله چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

د پیغام پای/