کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د رسولو معین وايي، په افغانستان کې ۲۱ سلنه مړینې د زړه د ناروغیو له امله کېږي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن په کابل کې د زړه نړیواله ورځ ونمانځله.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو معین عبدالولي حقاني وايي: په هېواد کې ۲۱ سلنه مړینې د زړه د ناروغیو له امله کېږي.  

هغه زیاته کړه: د عامې روغتیا وزارت رهبري له خپلو ټولو روغتیايي همکارانو څخه غواړي چې د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو کې له عامې روغتیا وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 په ورته وخت کې د افغانستان د زړه او رګونو ټولنې مشر عبدالواحد صدیقي وویل: د نړیوالو معیارونو سره سم د معیاري ستراتیژیو او لارښوونو په جوړولو او تطبیق کې باید د افغاني ټولنې فرهنګي مسایل په پام کې ونیول شي.

د پیغام پای/