په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال د راپور له مخې، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو نن دوشنبه د تله په ۹ مه په خپله خبرپاڼه کې ویلي، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د لسمې سرحدي لواء قوماندان حاجي محمد رحیم «خادم» په مشرۍ یوه پلاوي، د نورو استازو او کمیسارانو سره یوځای د ایران اسلامي جمهوریت له سرحدي مسؤلینو سره وکتل او خبرې یې وکړې
په دې ناسته کې، د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په موخه د سرحدونو ساتنه او له قاچاق څخه د مخنیوي موضوعات، همدارنګه د سرحدي نښو (خطونو) د رنګولو او ترمیم په اړه هم خبرې وشوې.
خبرځاى زياته کړه: د همغږۍ د ښه والي په خاطر موافقه وشوه چې دغه غونډې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
د پیغام پای/