کابل- ایرنا- ګارډین ورځپاڼې د صهیونیسټي ترهګرې رژیم له خوا د حزب الله د عمومي منشي سید حسن نصرالله وژل کیدو ته په اشارې سره په یوه مقاله کې لیکلي: اسرائیل د خپل اصلي متحد (امریکا) پروا هم نه لري.

د ایرنا د خبر له مخې، د ګارډین انګلیسي ورځپاڼي نن دوشنبه د تله په ۹ مه لیکلي: په لبنان کې د اوربند لپاره له دغه رژیم څخه د امریکا او فرانسې له غوښتنې څو ساعته وروسته په بیروت باندې د اسرائیلو هوايي برید وښوده چې اسرائیل د خپلو اصلي متحدین غوښتنو پروا هم نه کوي. 

 ګارډین په لبنان کې د صهیونیسټي ترهګرې رژیم له خوا له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: اسرائیلو د لبنان د حزب الله د عمومي منشي سید حسن نصرالله په ترور سره د امریکې او ولسمشر جوبایډن شخصیت ته سپکاوی کړی دی.

 ګارډین لیکي: امریکايي او فرانسوي چارواکو خبر ورکړی وو چې نتنیاهو په شخصي توګه په لبنان کې اوربند تصویب کړی، دغه مسله چې د سید حسن نصرالله په ترور سره په کلکه رد شوه.

 راپور زیاتوي: په وروستیو میاشتو کې د اسرائیلو لومړي وزیر تل له امریکا سره خبرو ته لېوالتیا ښودلې، خو هر څه یې چې زړه غوښتل، کړي دي؛ پداسې حال کې چې اسراییل د متحده ایالاتو په ډیپلوماتیکو نوښتونو کې علاقي ښودلې، دوی په حزب الله باندې د هر اړخیز برید پلان درلود.  

دا هغه مسله ده چې د لبنان او ټول منځني ختیځ وضعیت یې خورا کړکیچن کړی دی. اسراییلو په ځلونو د امریکا لخوا ورته د رالیږل شوو وسلو په کارولو سره د غزې په تړانګه کې د لسګونو زرو خلکو په وژلو او په داسې حال کې چې امریکا د تیر کال د جمهوري ریاست له مهمو انتخاباتو سره مخامخ ده، خپل تر ټولو ملاتړي متحد ته سپکاوی کړی دی.

 د دې راپور له مخې، دا د بل هر وخت په پرتله ډیر احتمال لري چې بایډن د نتانیاهو د ملاتړ کولو لیوالتیا څخه ډډه وکړي. 

 د متحده ایالاتو ولسمشر باید هغه ته ووایي چې امریکا به نور اسراییل ته د وسلو ورکولو ته دوام نه ورکړي چې د واشنګټن غوښتنې له پامه غورځوي.

 ګارډین په پای کې زیاته کړه: سره له دې چې د نړۍ مشران ټینګار کوي، په لبنان کې اوربند یو بیړنی نړیوال لومړیتوب دی. خو یوازې اوربند او په غزه کې د بندیانو د خوشې کولو موافقه او له هغې بهر د فلسطیني دولت جوړول منځني ختیځ ته سوله راوستلای شي.

 د پیغام پای/