کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل د جنرال نیلفروشان په شهادت د صهیونیسټي رژیم ترهګریز جنایت به بې ځوابه پاتې نه شي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په لبنان کې د صهیونیسټي ترهګریز په حمله کې د جنرال نیلفروشان په شهادت خواشیني څرګنده کړه.

 د دې پیغام بشپړ متن په لاندې ډول دی:

 بسم الله الرحمن الرحیم 
 وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِینَ قُتِلُوا فِی سَبِیلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْیَاءٌ عِندَ رَبِّهِمْ یُرْزَقُونَ

 د لوی پاسوال ستر جنرال حسین سلامي محترم ورور
 د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران اعلی سرقومندان

سلاَمٌ عَلَیْکُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَی الدَّارِ

 ستر جنرال عباس نيلفروشان شهادت چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران یو له مشهورو قوماندانانو څخه او په لبنان کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مستشار، په تروريستي بريد کې چې د صهیونیسټي رژیم له خوا ترسره شوه د حزب‌الله د مشر سید حسن نصرالله سره شهید شوه، د اسلامي انقلاب ستر رهبر، ستاسو ته، د هغه شهید محترمه کورنیو ته د اسلامی ایران ملت په تېره بیا د اصفهان په شهید پرور ولایت ته د زړه له کومي مبارکي او تسلیت وایم.

 دغه شهید ستر جنرال د اتیا کلنې سپېڅلې دفاع، د ترورېزم او صهیونزم پر وړاندې د مقاومت په ډګر کې، د هېواد د امنیت او د اهل بیت علیهم السلام د حرم په دفاع کې د صادقانه هلو ځلو ځلانده ریکارډ درلود چی د هیواد د امنیت د ساتلو او د فلسطین د آزادۍ او د قدس د سپیڅلي هدف په ملاتړ د انقلاب او د اسلامي جمهوریت له بنسټونو او اصولو څخه د دفاع په لاره کې د ژورې اعتقاد، ایمان او اخلاص وښودله.

 دا وحشي او بزدلانه عمل د صهیونیسټي رژیم او د هغه د معلومو ملاتړو د ترهه ګرۍ او جنایتکارۍ یوه بله ښکاره نښه ده او له شکه پرته د صهیونیسټي رژیم دغه وحشتناکه جنایت به هیڅکله بې ځوابه پاتې نه شي او ډیپلوماټیکې مرکزونو به له خپل تول سیاسي، ډیپلوماټیک، حقوقي او نړیوال ظرفیتونه څخه کار واخلي ترڅو د مجرمینو او د هغوی د ملاتړو د جنايي تعقیب پرته پاتي نشي.

 سید عباس عراقچي
 د بهرنیو چارو وزیر

د پیغام پای/