كابل- ايرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو مرستیال وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د هواري لپاره ژمن دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،  د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین مولوي مہاجر فراهي د شنبې په شپه د تله ۷ مه وویل: د افغانستان اسلامي امارت له رسنیو غواړي چې د اسلامي، دیني او کلتوري ارزښتونه له اصولو سره مطابق فعالیت وکړي. 

 هغه زیاته کړه: دا مهال د اسلامي امارت تر سیوري لاندې شاوخوا ۳۷۰ صوتي او ویډیويي رسنۍ فعالیت کوي او دغه سیستم د رسنیو پرمختګ او د هغوی د ستونزو حل ته ژمن دی.

 دفراهي په وینا: په نړۍ کې هیڅ دولت خپلو رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې د خپل حکومت پر ضد خپرونې وکړي، نو اسلامي امارت له رسنیو څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت له پالیسي سره سم خپلې نشراتي تګلارې تنظیم کړي. 

 مولوي مہاجر فراهي ټینګار وکړ چې د مرکزي او ولایتي ادارو ویاندان باید خپل معلومات په وخت له خبریالانو سره شریک کړي، ځکه رسنۍ د ولس او دولت ترمنځ د پل حیثیت لري. 

 فراهي وويل: داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخبريالانو او رسنيو د ستونزو دحل کولو لپاره ژمن دى او په همدې موخه يې دخبريالانو لپاره مالي صندوق جوړ کړى دى. 

 هغه زياته کړه: هغه خبريالان چې په حقيقت کې له ستونزو سره مخ دي له دغه صندوق څخه به مالي مرسته وشي.

د پیغام پای/