کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطیني مقاومت او حماس له منځه وړل ناشوني دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن جمعه د تله په شپږمه نېټه د عدم تعهد غورځنګ د بهرنیو چارو د وزیرانو د فلسطین د کمیټې په غونډه کې وویل چې په فلسطین کې وروستي حالات یو ځل بیا په ډاګه کوي چې د فلسطین د مقاومت او حماس له منځه وړل، د یو ازادی غوښتونکی غورځنګ په توګه چې د اشغال پر ضد دی، یو خیال دی او ناشونی دی.

 عراقچي وویل: د تیر کال په اوږدو کې د اسرائیلو د اپارتايد رژیم د غزې په تړانګه او د فلسطین په نورو سیمو کې ډیر جنایتونه کړي دي. 

 هغه وویل: د ایران اسلامی جمهوریت د فلسطین د ملت د ثابت او صادق ملاتړی او د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او امنیت د تامینولو لپاره د یوه مسئول لوبغاړی په توګه د فلسطین د عدم تعهد غورځنګ له کمیټې څخه غوښتی دی چي یو پیاوړی پیام د فلسطین ملت د مشروع مبارزی د هغه ازادۍ او خپلواکۍ لپاره ولیږدوی.

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: تمه ده چې دغه کمېټه به د دغې غونډې د پایلو په توګه، په دې لړ کې د پام وړ وړاندیزونه او اقدامات وړاندې کړي:

 ١.  په غزه کې د سمدستي، هراړخیز، غیر مشروط او دایمي اوربند غوښتنه کول، او همدارنګه د فلسطین او په سیمه کې د نورو ملتونو په وړاندې د ټولو جنایتونو او تیریو د پای ته رسیدو؛

 ٢. د غزې د ١٧ کلن غیر انساني محاصرې د سمدستي او بشپړه ختمول غوښتنه؛

 ٣. د ټولو فلسطینیانو او بندیانو د خلاصون غوښتنه؛

 ٤. له غزې څخه د اسرائیلو له رژیم څخه په سمدستي، بشپړ او غیر مشروط ډول د وتلو غوښتنه کول او د ټولو بې ځایه شویو فلسطینیانو خوندي، بې خنډه او باعزته راستنیدل؛

 ٥. د غزې په تړانګه باندې د خپل یرغل په بشپړه توګه د بندولو او د نړیوالو بشردوستانه او بشري حقونو په شمول د نړیوالو او قانوني مکلفیتونو د پلي کولو لپاره د اسراییلي رژیم په وړاندې د وسلو او سوداګرۍ سمدستي بندیزونه لګول.

 ٦.  د نسل وژنې کنوانسیون لاندې د سویلي افریقا لخوا راوړل شوې قضیه کې د عدالت نړیوالې محکمې لخوا امر شوي لنډمهاله اقداماتو پلي کولو ملاتړ، او همدارنګه د ټولو اسراییلي چارواکو محاکمه او مجازات چې په نسل وژنې او د انسانیت پروړاندې جرمونو کې ښکیل دي.

د پیغام پای/