کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وايي، د هېواد د روغتیايي سکټور د پر ځان بسیا کېدو په خاطر د افغان کدرونو کار پیل شوی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت نن پنجشنبه د تله ۵ مه سهار په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د عامې روغتیا وزارت له چارواکو او یو شمېر ډاکټرانو سره غونډه وکړه.

 مسوولینو او ډاکټرانو د خپلو کارونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال د روغتیا په برخه کې د وروستیو پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل: د اسلامي امارت له فتحې وروسته د روغتیا په ګډون په ټولو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي او لرو پرتو سیمو ته روغتیايي اسانتیاوې رسېدلې دي.  دوی زیاته کړه: د روغتیا په برخه کې د یو شمېر نویو پروژو په پلي کېدو سره به په دولتي روغتونونو کې اړو خلکو ته ښه خدمات وړاندې شي او شته ستونزې به پای ته ورسېږي.

 همدارنګه دوی د ستونزو د حل او د روغتیايي کارکوونکو د علمي ظرفیت د لوړولو په برخه کې خپل وړاندیزونه د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

مولوي عبدالکبیر د روغتیا په برخه کې د دوی هڅې وستایلې او زیاته یې کړه: افغان ډاکټران په سختو شرایطو کې د خلکو خدمت کوي او اسلامي امارت د دوی د ملاتړ ترڅنګ د لازمو اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي.

د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وویل: اسلامي امارت د افغان کدرونو په لاس په هیواد کې د روغتیا په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره کار پیل کړی دی.

د پیغام پای/